څنګه کولای شئ خپل لټونګر(براوزر) وساتئ

کروم، سفاري، فایرفاکس، ایکسپلورر لومړی د Panopticlick په مرسته وګورئ چې ستاسو لټونګر (براوزر) څومره په امن کې دی.

او دا:

د لټونګر (براوزر) د محرمیت تنظیمات - نه تعقیبول او د خصوصي لټون کړکۍ یا وینډوز

Chrome Chrome > Settings > Show Advanced Settings > > Privacy > Send “Do Not Track” request with your browser traffic

Firefox Firefox > Options > Privacy > manage your Do Not Track settings

  • پنجرۀ شخصی جدید یک صفحۀ شخصی جدید را در براوسر فایرفاکس باز می کند.
  • منیو را باز کنید بعدا گزینۀ New Private Window را انتخاب نمایید.
  • و یا Ctrl + Shift + P را همزمان فشار بدهید.

Safari Safari > Menu > Preferences > Privacy > Website tracking > Ask websites not to track me

Explorer

Explorer > Tools (Alt + X) > Safety > Turn on tracking protection > Enable

نور لټونګر (براوزر) اود لټون لارې

  • Brave هغه لټونګر (براوزر) ده چې په اتومات ډول اعلانات او تعقیب کوونکي بندوي.
  • Tor د لټون هغه سافټویر ده چې تاسو ته اجازه درکوي په مستعار ډول انټرنټ وکاروئ.
  • DuckDuckGo هغه خصوصي لټونګر ده چې خپل کاروونکي نه تعقیبوي.
  • StartPage هغه خصوصي لټونګر ده چې ستاسو IP ادرس نه ثبتوي او نه ستاسو څارنې تعقیبوي.

Incognito حالت

  • په انټرنټ کې Incognito حالت ګوګل کروم نه پریږدي ترڅود هغه څه ریکارډ چې تاسو کتلی یا مو ډانلوډ کړی وي، ثبت کړي.
  • ګوګل کروم په خپله خوښه تنظیم او کڼټرول کړئ > New incognito window
  • یا د Ctrl + Shift + N کیکاږئ.

(نوي خصوصي کړکۍ یا وینډو (فایرفاکس

  • New Private Window یا نوي خصوصي کړکۍ په فایرفاکس کې تاسو ته یوه خصوصي لټونګره کړکۍ پرانیزي.
  • مینیو پرانیزئ وروسته New Private Window یا نوي خصوصي کړکۍ (وینډو) ته ولاړ شئ
  • او یا Ctrl + Shift + P تڼۍ کیکاږئ.

    (نوي خصوصي کړکۍ یا وینډو (سفاري

  • New Private Window یا نوي خصوصي کړکۍ یا وینډو سفاري نه پریږدي چې هغه ویبپاڼې تعقیب کړي چې تاسو یې ګورئ.

  • فایل مینیو> نوي خصوصي کړکۍ یا وینډو
  • او یا د Command + Shift + N تڼۍ کیکاږئ.

InPrivate

  • InPrivate دې لپاره کارول کیږي ترڅو انټرنټ لټونګریا Internet Explorer نه پریږدي چې ستاسو لټول شوي معلومات ذخیره او وساتي.
  • Tools > Safety > InPrivate Browsing
  • او یا د Ctrl + Shift + P تڼۍ کیکاږئ.

وکاروئVPN

  • VPN یا خصوصي مجازي شبکه د IP بدلولو او نورو ټولو انټرنټي معلوماتو کوډ ورکولو لپاره کارول کیږي ترڅو هیڅوک پوهه نه شي تاسو په انلاین توګه څه ګورئ.
  • وړیا خصوصي مجازي شبکه: OkayFreedom ( په یاد ولرئ چې: د OkayFreedom وړیا نسخه ad-supported ده) TunnelBear. کولای شئ د کروم خصوصي مجازي شبکې کومکي توکي دلته ومومئ، او د فایرفاکس خصوصي مجازي شبکې کومکي توکي Opjen menu > Add-ons > Get add-ons وروسته په لټون څانګه کې “VPN” ولیکئ.

Tor

تور لټونګر (براوزر) د دې لپاره ډیزاین شوی ترڅو تاسو وکولای شئ په مستعار ډول په انټرنټ کې کار وکړئ. تور د انټرنټ څخه د استفادې ساده او اغیزناکه لاره ده چې ستاسو اصلي پیژندګلوي هیچاته نه ښکاره کوي.

دلته یې ډانلوډ کړئ.

د لټونګر (براوزر) کومکي توکي

د لټونګر (براوزر) کومکي توکي (Add-ons/plug ins) هغه پروګرامونه دي چې په مرسته یې کولای شو ویب لټونګر (براوزر) په خپله خوښه تنظیم کړو. کومکي توکي (Extensions) د د ې لپاره کارول کیږي ترڅوستاسو د انلاین فعالیتونوحفاظت لپاره د دریمې ډلې لاسرسی بند کړي او مخه یې ونیسي. اخطاریه: کومکي توکي (Extensions) کیدای شي ځینې وختونه مضر واوسي.(مثالونه)

وړاندیز کړای شوي کومکي توري یا (Extensions)

  • HTTPS Everywhere (Hypertext Transfer Protocol with Secure Sockets Layer)
  • ستاسو انټرنټي فعالیتونه ته امنیت بښي او هغوی ته کوډونه ورکوي.
  • Privacy Badger ټولې تعقیب کوونکې کوکي (cookies) بندوي ترڅو تاسو تعقیب نه شي کړای.
  • uBlock Origin ټول اعلانونه بندوي او نه پریږدي ستاسو مخ ته راشي.

د لټونګر(براوزر) تاریخچه پاکول

  • Chrome > History > Clear browsing data
  • Firefox > Options > Privacy > History
  • وړاندیز کړای شوې کمپیوټر پاکوونکي:

که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: helpdesk@digitalrightsfoundation.pk

results matching ""

    No results matching ""